ولایتي خبر ( ننګرهار) د ننګرهار ولایت د زندان نظامي مدير په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د دره نور، بټي کوټ، غني خیل ، مهمندرې، او لعل پورې ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړله او د یادو توقیفخونو مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې

news_admin
Thu, Feb 27 2025 11:23 AM
ننگرهار

 

د دې ولایت د نظامي مدیر په مشرۍ پلاوي د نوموړو توقیفخونو اداري چارې، امنیتي وضعیت، او د زندانیانو لپاره شته اسانتیاوې وڅیړلې.

دغه راز، پلاوي د یادو توقیفخونو، د حفظ الصحې، خوړو او نورو برخو  په اړه هم معلومات ترلاسه کړل او د شته ستونزو هواري په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

په ورته وخت کې، پلاوي د یادو توقیفخونو توقیفیانو ستونزې له نږدې واورېدې او نوموړو ته یې ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې به اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

په پای کې نوموړي پلاوي، د یادو توقیفخونو خدماتو څخه خپله خوښي وښوده او مسؤلینو ته یې د لا ښه مدیریت لپاره اړینې لارښوونې وکړې.

 

شعبان المعظم ۲۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS