ولایتي خبرونه (غزني، نېمروز) د غزني ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د تعلیم الاسلام سیالي ترسره شوه.

news_admin
Sun, Feb 23 2025 2:40 PM
ولایتی

په دغه سیالۍ کې چې د دې ولایت د زندان زندانیانو برخه اخیستې وه،  د الکوثر فکري او فرهنګي بنسټ او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د غزني ولایت د  زندان رئیس محترم ملا محمد نور  "بلال شاهین" په خپلو خبرو کې زندانیانو ته دیني زده کړو او مطالعې  په ارزښت خبرې وکړې او له  محبوسینو څخه یې وغوښتل چې دیني زده کړو په ترلاسه کولو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

نوموړي زیاته کړله، د  زندانیانو د پارچو ارزونې وروسته به د یادې سیالۍ پایلې اعلان شي.

 

د یو بل خبر له مخې، د نېمروز ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د افغانستان د پرمختګ ملي موسسې له لورې مرسته وشوه

په دې مرسته کې چې فرشونه، توشکونه، بالښتونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول یاد زندان مسوولینو په همغږۍ سره د یادو موسسو او د نوموړي مرکز مسوولینو په حضور کې په محجوزینو وویشل شول.

داراز، د دې زندان مسوولینو د یادې موسسې څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړله چې د زندان مسوولین هڅه کوي څو د شته امکاناتو او مرستو په جلبولو سره محجوزینو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابري کړي. 

 

شعبان المعظم ۲۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS