ولایتي خبر(میدان وردګ، کاپیسا) د ملګرو ملتونو پراختیايي پرګرام یا (UNDP) له لورې د میدان وردګ او کاپیسا ولایتونو د زندانونو سره د خیاطۍ او ګلدوزی پرمختللو عصري ماشینونو مرسته وشوه

news_admin
Tue, Feb 18 2025 2:46 PM
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د میدان وردګ او کاپیسا ولایتونو د زندانونو سره (یو ان ډي پي) موسسې له لورې (۲۸) پایې د خیاطۍ او ګلدوزۍ پرمختللي عصري ماشینونه، اوتو ګان او د اړتیا وړ نور وسایل شامل ول، د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو ته وسپارل شول.

دا راز، د نوموړو ولایتونو د زندانونو مسوولینو د د ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست له مسوولینو د هڅو او د (یو ان ډي پي) موسسې له مرستو د مننې ترڅنګ زیاته کړله چې یاد ماشینونو سره به لسګونو تنو محبوسینو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ د روزنې په برخو کې د زده کړو زمینه برابري شي.

 

شعبان المعظم ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS