د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د سره صلیب  نړېوال کمېټې له عمومي رئیس سره وکتل

news_admin
Mon, Feb 17 2025 3:23 PM
سلیب سرخ

محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله، همدرد،  د مقام د دفتر رئیس محترم  قاري رحمت الله " ګلزاد " او  د اقتصادي برنامو  او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" هم ورسره وو، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) له عمومي رئیس ښاغلي پییر کرهنبول او مل پلاوي سره خپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو لوریو د همغږۍ زیاتولو، کډو همکاریو، تخنیکي مرستو او په زندانونو کې د بېلابیلو برخو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په اړه بحث او خبرې اترې وکړلې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د یادې کتنې په ترڅ کې د ای سي ار سي له مخکینیو مرستو مننه وکړله او  پر هغو د دوام د ټینګار ترڅنګ یې له نورو  ملي او نړیوالو مرستندویه موسسو څخه هم له دې ادارې سره د مرستو او همکاریو غوښتنه  وکړله.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر پییر کرهنبول په مشرۍ  پلاوي له دغې ادارې څخه د نوموړې کمېټې سره د همکارۍ  او  زندانیانو ته په شفافه توګه د دوی مرسته شویو توکو  د رسولو او ویشلو لپاره د ښې همغږۍ او زمینې برابرولو په موخه خوښي څرګنده کړله او له یادې ادارې سره  یې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

 

شعبان المظم /۱۸ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS