د کونړ ولایت د زندان اداري پرسونل ته د عامه پوهاوي یو ورځینی ښوونیز سمینار پایته ورسېده

د یاد ولایت د زندان د مسوولینو په خبره، نوموړی سمینار د افغانستان لپاره د یوناما دفتر د ختیز زون له لورې جوړ شوی و.
په ورته وخت کې، د یوناما دفتر د ختیز زون د بشري حقونو د څانګې مشره کلارا میکالووا د کونړ ولایت زندان ته ورغلې وه او هلته یې له مسوولینو سره تر لیدنې وروسته د دغه سمینار د پای په مراسمو کې ګډون وکړ.
داراز، د یاد زندان مسوولینو په نوموړو مراسمو کې د خپلو خبرو پرمهال دغه سمینار د دې زندان اداري کارکوونکو د چارو ښه والي لپاره غوره ګام وباله او د یوناما د دفتر له همکارۍ یې د مننې ترڅنګ، له نورو همکارو ملي او نړیوالو بنسټونو او موسسو څخه هم په روزنیزو او نورو د اړتیا وړ برخو کې له دې زندان سره د همکارۍ غوښتنه وکړله.
په ورته وخت کې، د یوناما دفتر د ختیز زون د بشري حقونو څانګې مشرې ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به هم د کونړ ولایت له زندان سره نورو همکاریو ته دوام ورکړي.
شعبان المعظم ۹/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت