د زندانونو چارو د سمون اداره کې د غازو پېرلو افر پرانیستې مراسم ترسره شول 

news_admin
Tue, Jan 28 2025 12:28 PM
تدارکات

 

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د تدارکاتو رئیس محتر میرمحمد "مجدود"، او د غاز/ګاز پلورونکو شرکتونو د استازو ترمنځ نن(سې شنبې) د راتلونکي مالي کال لپاره د نوموړې ادارې تر چتر لاندې د مرکز او ولایتونو د زندانونو د اړتیا وړ د (سون غازو) د پېرلو د افر پرانیستې مراسم ترسره شول. 
محترم قاري عبدالله همدرد دغو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل: « دا بهیر د شفافیت او حساب ورکولو د اصولو مطابق پرمخ ځي، د زندانونو اړتیاوې مو په دقیقه توګه ارزولي او هڅه کوو چې چې کیفیت لرونکي او معیاري غاز وپېرو».
داراز، د مراسمو په بله برخه کې د یادو شرکتونو ګډونکوونکو استازو په حضور کې په شفافه توګه د افرونو پاکټونه پرانیستل او اړوندې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د ټاکل شويو معیارونو او اصولو په رڼا کې نور اجراات ترسره کړي.
تر هغې وروسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د تدارکاتو رئیس محترم میرمحمد "مجدود" هم ژمنه وکړه، چې راتلونکې ټولې پروسې به د تدارکاتو د قانوني اسنادو او کړنلارو په اساس ترسره کوي او لانور اصلاحات به په کې عملي کوي.

رجب المرجب ۲۷/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS