ولایتي خبرونه (پروان) د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټېټيوټ له لورې د یاد  ولایت له زندان سره د حرفوي زده کړو لپاره د خامو موادو مرسته وشوه 

news_admin
Sat, Jan 25 2025 2:50 PM
ولایتی

د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټېټيوټ آمر محترم مولوي عبدالله "درخواستي" د یاد ولایت د زندان له رئیس محترم مولوي عبد الرحیم "احمد" سره په لیدنه کې  د نوموړي زندان د ښځینه محبوسینو د حرفوي زده کړو به برخه کې د همکاريو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، د دغه انسټېټيوټ له لورې د نوموړي ولایت له ښځینه محبس سره د حرفوي زده کړو په موخه د یوه ښوونکي د پیژندلو ترڅنک د یو اندازه خامو موادو مرسته وشوه.

په ورته وخت کې، د دې زندان مسوولینو د یاد انسټېټيوټ له راغلي پلاوي څخه د مرستې په پار د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې هم د ورته مرستو او همکاريو غوښتنه وکړله.

 

 

رجب المرجب ۲۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS