ولایتي خبرونه (ننګرهار، کندز،نورستان) د ننګرهار ولایت زندان د ښځینه بلاک د کلنیک بیا روغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

news_admin
Thu, Jan 23 2025 10:42 AM
ولایتی

د دې ولایت د زندان په انګړ کې د زندان د ښځینه بلاک کلنیک د بیا رغونې چارې  په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې زندان ملکي او نظامي مسوولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د یاد کلنیک اهمیت ته په اشارې وویل چې دغه کلنیک د وخت په تېریدو  تخریب سره مخ وو چي د دې زندان د مسوولینو په هڅو بیا رغونې چارې یې بشپړې او په دې برخه کې د ښځینه زندانیانو روغتیاتي ستونزې هوارې شوې.

 محترم مولوي سعید روغتیايي مسوولینو ته لارښوونه وکړله چې ښځینه محبوسینو روغتیا ته جدې پاملرنه وکړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د کندز او نورستان ولایتونو د زندان له محجوزینو سره  د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو توکو مرسته وشوه

 

په دغې مرسته کې چې کمپلې، د مینځلو ،د لوبو وسایل او د اړتیا وړ نور توکې شامل ول د دې ولایت د ښځینه محبس زنداني میندو ماشومانو او محجوزینو د یونیسف او د زندان مسوولینو په شتون کې وویشل شول.

د دې ولایتونو د زندان مسوولینو د یادې مرستې په تړاو له یونیسف او د زندانونو چارو د سمون ادارې اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړکو ریاست څخه په مننې د ژمي په دې ساړه موسم دغه مرستې اړینې وبللې او له کورنیو او نړېوالو بنسټونو څخه د ورته مرسته غوښتنه وکړله.

 

رجب المرجب ۲۲ / ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS