د زندانونو چارو د سمون ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځینی سمینار  پای ته ورسېده

news_admin
Thu, Jan 23 2025 10:52 AM
سیمینار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په لارښوونه او د چارو لوی ریاست په همکارۍ د ادارې د یو شمېر ریاستونو او امریتونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په هدف دوه ورځینی سیمینار پای ته ورسېده.

دغه سمینار چې د چارو د لوی ریاست د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی و، ګډونوالو ته د وخت د مدیریت، او ورته نورو اداري چارو په هکله د اړتیا وړ مهم موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول.

داراز، د سمینار ګډونوالو  د دغسې برنامو جوړول د دوی د کاري پوهې په لوړولو کې اړین یاد کړل او زیاته یې کړله چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه به په اداري چارو کې پوره  ګټه پورته کړي.

 

رجب المرجب ۲۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS