ولایتي خبرونه (کندز، بامیان ) کندز ولایت د زندان څخه ۴۲ تنه محبوسین خوشې او ۱۲۰ تنو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو

news_admin
Tue, Jan 21 2025 12:25 PM
ولایتی

د عالیقدر امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان په اساس د کندز ولایت محبس څخه ۴۲ تنو ته عفوه او ۱۲۰ تنو ته چې په دیني او عصري زده کړو کې یې برخه اخیستې او ښه ځلیدلي وو، له تخفیف څخه برخمن شول.

د یاد زندان مسوولینو، د دوی د ازادېدو له امله مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، څو په راتلونکې کې داسې اعمال ترسره نه کړي چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف وي.

باید یادونه وکړو چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست پرمټ د دې ادارې اړوندو زندانونو کې د یوې منظمې برنامې له لارې د زده کړو بهیر روان دی.

 

د یو بل خبر له مخې، د بامیانو ولایت په زندان کې د زندان کارکونکو او زندانیانو ترمنځ  د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم)  سیالۍ ازموینه واخیستل شوه

 

په دغه سیالۍ کې چې د دې زندان پرسونل او زندانیانو ګډون کړی وو، د نوموړي ولایت د یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې په روڼه توګه ترې ازموینه  واخیستل شوه.

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي ابراهیم "حقاني"په وینا، د دې سیالۍ موخه د دیني او سیرت پوهې د لوړونې او زده کړو ته د هغوی هڅو ول دی.

داراز، د زندان کارکونکو او زندانیانو د یادو سیالیو خوښي وښوده او د زندان مسوولینو ته یې په راتلونکي کې د دا ډول سیالیو د ګډون ډاډ ورکړ.

 

جمادي الثاني ۲۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS