د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د پروان ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Sat, Jan 18 2025 2:30 PM
پروان

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه د ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" په مشرۍ پلاوي د پروان ولایت له زندان څخه د لیدنې پرمهال اړوندو مسوولینو سره خبرې وکړې او د زندانیانو لپاره د لا غوره خدمتونو د رامنځ ته کولو په تړاو یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس او مل پلاوي یې د یاد ولایت د زندان له زندانیانو سره هم لیدلي د هغوی د خونو حالت یې ارزولی او  اړوندو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې د زندان مسوولین متوجه کړي.

داراز، پلاوي د پروان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د روغتیايي او اداري چارو، امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو وضعیت وارزوه او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

رجب المرجب ۱۷/۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS