د کابل ولایت د څرخي پله له مرکزي محبس څخه ۴۹ تنه محبوسین خوشې او ۱۰۱ تنو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو

news_admin
Thu, Jan 16 2025 1:14 PM
رهایی

د عالیقدر امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان په اساس د کابل ولایت د څرخي پله له مرکزي محبس څخه ۴۹ تنو ته عفوه او ۱۰۱ تنو ته چې په دیني او عصري زده کړو کې یې برخه اخیستې او ښه ځلیدلي وو له تخفیف څخه برخمن شول.

د دې ادارې د فرامینو د تطبیق امر محترم مولوی شهید الله "خالد"، د دوی د ازادېدو له امله مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، څو په راتلونکې کې داسې اعمال ترسره نه کړي چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف وي.

د زندانونو چارو د سمون اداره ژمنه ده، چې د عفوې او تخیف په اړه فرمانونه په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلي کړي.

 

رجب المرجب ۱۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امری

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS