ولايتي خبرونه( پکتیا، سرپل، میدان وردګ) د پکتیا، سرپل، او میدان وردګ او ولایتونو له زندانونو څخه لسګونه کسان خوشې او د ځېنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو

news_admin
Sat, Jan 11 2025 2:27 PM
ولایتی

یاد شمېر کسان د امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخوندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان په اساس ځېنې کسان  ازاد او د ځېنو نورو د بند په موده کې تخفیف راغی.

د معلوماتو له مخې، د عالیقدر مشرتابه "(حفظه الله) د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس د دغه شمېر کسانو له ډلې په سرپل ولایت کې ۵۱ تنه کسان خوشي او ۳۹ زندانیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

همداشان، د میدان وردګ ولایت له زندان څخه ۸ تنه ښځنیه او نارینه محبوسین او محجوزین خوشي او د ۱۶ تنو نارینه او ښځینه محبوسینو او محجوزینو په بند موده کې تخفیف ورکړل شو.

دغه راز، د پکتیا ولایت له زندان څخه ۶ تنه ازاد شول او د ۷  تنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

د نوموړو ولایتونو مسوولینو، د دوی د ازادېدو له امله مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، څو په راتلونکې کې داسې اعمال ترسره نه کړي چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف وي.

د زندانونو چارو د سمون اداره ژمنه ده، چې د عفوې او تخیف په اړه فرمانونه په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلي کړي.

 

رجب المرجب ۱۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS