ولایتي خبرونه (پکتیا، هرات، زابل) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

news_admin
Tue, Jan 07 2025 1:16 PM
ولایتی

د پکتیا ولایت زندان د مسوولینو په وینا، زندانیانو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

داراز، پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" زندانیانو  لپاره د نورو دیني عصري او حرفوي زده کړو ترخوا د کمپیوټر لب پر فعالېدو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د ښو لاسته راوړنو ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې زندانیانو لپاره به د ښې خوندي او ښوونیزې فضا د رامنځته کولو په موخه لا نورې مثبتي هڅې هم وکړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د هرات او زابل ولایتونو  د ماشومانونو اصلاح او روزنې له مرکزونو سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون اداري د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د یونیسف موسسې له لورې د یادو مرکزونو له محجوزینو سره  د ژمنیو توکو د مرستې له ‌ډلې چې کمپلې، بوټونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، په روڼه توګه ووېشل شول.

په ورته وخت کې، د نوموړو مرکزونو مسوولینو د یادو مرستو په تړاو له همکارو موسسو څخه د خوښۍ ترڅنګ په دې ساړه موسم کې دغه مرستې  اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

رجب المرجب ۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS