ولایتي خبرونه (ننګرهار، بامیان) د ننګرهار ولایت د زندان په ښځینه بلاک کې د یاسین سورت د حفظ سیالۍ پای ته ورسېده

news_admin
Tue, Jan 07 2025 9:07 AM
ولایتی

دغه سالۍ چې د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت له خوا په لاره اچول شوې وه د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده.

په یادو مراسمو کې، د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" په خپلو خبرو کې ښځینه زندانیانو ته د شرعي حجاب په رعایتولو، دیني زده کړو او مطالعې په ارزښت خبرې وکړې او له ښځینه محبوسینو څخه یې وغوښتل چې شرعي حجاب مراعت او دیني زده کړو په ترلاسه کولو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

د دې زندان رئیس زیاته کړله« تاسو لپاره دا ښه فرصت دی چې خپلې تېروتنې اصلاح او د ژوند لپاره نوې مثبته لاره غوره کړئ»

په پای کې، د سیالۍ ګډونوالو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.

د زندانونو چارو د سمون اداره د دې ډول برنامو له لارې زندانیانو د اصلاح لپاره نه یوازې دیني او اخلاقي زده کړو زمینې برابرې کړي، بلکي د زندانیانو  ښې ساتنې او پالنې لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو یې پرمټ د بند مودې پوره کېدو سره خپل عادي ژوند ته وګرځي.

 

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار او بامیانو ولایتونو د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو له محجوزینو سره د یونیسف او هایسو موسسو له لورو د ژمنیو توکو مرسته وشوه.

په دې مرستو کې چې کمپلې، کورتۍ، کالي او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ سره د یادو موسسو او د نوموړو مرکزونو مسوولینو په حضور کې په محجوزینو وویشل شول.

 

رجب المرجب ۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS