ولایتي خبرونه ( ننګرهار، پکتیا، زابل،ّ پکتیکا) د ننګرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د محجوزینو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده

news_admin
Tue, Dec 31 2024 3:23 PM
ولایتی

دا مراسم چې د یادې سیالۍ د ازموینې پایلو د اعلان او د غوره ګډونوالو د ستاینې لپاره جوړ شوي وو، د زندان او  امارتي ادارو یو شمېر مسولینو او  محجوزینو ګډون درلود.

د دې سیالۍ موخه د محجوزینو د دیني پوهې لوړول، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ژوند په اړه د هغوی پوهاوی زیاتول، او د هغوی دیني او اخلاقي اصلاح وه.

د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" په خپلو خبرو کې زیاته کړله چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې زندانونه اوس د سزا ورکولو ځایونه نه، بلکې دیني مدرسې او ښوونځي ګرځېدلي دي، چیرې چې محجوزینو او زندانيانو ته د دیني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې او حرفوي مهارتونو پروګرامونه وړاندې کېږي.

د غونډې پر دوام د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکز یو شمېر محجوزینو خپلې لیکنې، مقالې او ویناوې وړاندې کړې او يادې ویناوې د ګډونوالو له لوري وستایل شوې او د محجوزینو فکري او دیني استعدادونه یې په ډاګه کړل.

 د مراسمو په پای کې ۱۱۷ محجوزینو برخه اخیستې وه، چې د ازموینې له پایلو وروسته ۳۵ غوره ګډونوال وټاکل شول او هغوی ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

 

د یو به خبر له مخې، د پکتیا زابل او  پکتیکا ولایتونو د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو سره د ژمنيو توکو مرسته وشوه

 

د دغو ولایتونو د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو سره د همکارو بنسټونو له لوري د ژمنيو  او یو اندازه اړتیا وړ توکو مرسته وشوه چې د نوموړو ولایتونو د زندان د مسوولینو له لوري په پوره شفافیت سره په نوموړو مرکزونو وويشل شول.

په ورته وخت کې، د پکتیا، زابل او پکتیکا ولایتونو د زندان مسوولینو له نوموړو بنسټونو څخه د یادې مرستې په موخه مننه وکړله او ترڅنګ یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 

جمادي الثاني ۲۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS