محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري: « اداره مو د زندانیانو دیني، عصري او حرفوي زده کړو ته ژمنه ده»

news_admin
Wed, Dec 25 2024 9:44 PM
تعلیم تربیه

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" نن (چارشنبې) د یادې ادارې د تعلیمي مرکز قومندانۍ په انګړ کې د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان د قرانکریم د حفظ، ناظرې، سواد زده کړو او بدني روزنو له دورې څخه د (٥٥٥) تنو محبوسینو د فراغتغونډې مراسمو پرمهال، چې د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب لله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئيس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"،  د سترې محکمې د دیوان جزا عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله "دروېش"  او د ادارې یو شمېر رئیسانو، د اماراتي ادارو یو شمېر مسوولینو سیاسي شنونکو او د هېواد ملي او نړیوالو رسنیو استازو هم شتون درلود، یادو فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارګۍ په څرګندولو سره زیاته کړله چې د ا.ا.ا. په راتګ سره د هېواد په زندانونو کې د زندانیانو د ښوونې او بیا رورنې برخې ته زیاته پاملرنه شوې او اداره مو د زندانیانو دیني، عصري او حرفوي زده کړو ته ژمنه ده او په دې برخه کې به لا نور هم لازم سهولتونه برابر کړو.
داراز، د محترم مولوي مستري په خبره؛ دا چې زموږ هیواد دا څو لسیزې  په جګړو او بدبختیو کې بوخت و،  نو دا څرګنده ده چې موږ ټول افغانان، مسلمانان او سره ورونه یو او د ا.ا.ا په راتلو سره د ګران هیواد د ابادۍ، سوکالۍ او د ملت د خیر او ښیګڼو په موخه به په ګډه سره ونډه اخلو.
همدا شان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله همدرد فراغت غونډې ته په خبرو کې له هغو زندانیانو څخه چې په زندانونو کې وخت بې ځایه تېروي غوښتنه وکړله چې د ادارې له لوري په برابرو شویو ګټورو برنامو کې ګډون وکړي څو د یادو فارغانو په څیر هم با علمه او هم د عفوې او تخفیف څخه برخمن شي.
دا راز، د نوموړي په وینا؛ دا چې ښوونه او روزنه د جرمونو د مخنیوي وسیله ده نو لازمه ده چې ترې ګټه پورته کړو څو له ناوړه او ناروا کړنو څخه لرې پاتې شو.
همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" یو ځل بیا د پردیپالو او مغرضو کړیو بې بنسټه ادعاوې رد کړې او زیاته یې کړله چې په زندانونو کې چاته د ربړونې حق نه ورکول کېږي بلکې دلته زندانيان د دیني، عصري او حرفوي زده کړو څخه برخمن او د هغوی لپاره یې په زندان کې د ژوند ښه چاپېریال او سهولتونه برابر کړي.
همداشان، د سترې محکمې د دیوان جزا عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله دروېش د یادې فراغت غونډې پر مهال د سترې محکمې د حکم په ویلو سره د دغې فراغت غونډې (٦) تنو زندانیانو ته چې د قرانکریم د حفظ دوره یې په زندان کې پای ته رسولې وه د عفوې او پاتې نورو ته چې د قرانکریم د حفظ، ناظرې، سواد زده کړو او بدني روزنو کې یې برخه اخیستی وه ژمنه وکړله چې ډیر ژر به د سترې محکمې د یوه ټاکل شوي پلاوی له لوري د دوی جرمي دوسیې څېړل کېږي او تر هغه وروسته به یې د بند په موده کې عفوه او تخفیف راوستل کېږي.
په پای کې، یاد مراسم د قرانکریم حافظانو ته د داستاربندۍ او د سواد زده‌کړو، او ورزش د برخې فارغانو ته په ستاینلیکونو ورکړې او د خیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدل.
هېره دې نه وي، د زندانیانو د دیني، عصري او حرفوي زده کړو برنامې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې په مخ وړل کېږي د تل په څېر به دوام ولري.

جمادي الثاني ٢۳/ ۱۴۴۶ 
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS