د میدان وردګو په زندان کې د کاشي کارۍ شاپ پرانیستل شو

news_admin
Sun, Dec 08 2024 2:25 PM
ولایتی

د میدان وردګ د زندان  مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په همکارۍ د نوموړي زندان د زندانیانو د ښې روزنې  په موخه د کاشي کارۍ شاپ پرانیستل شو.
 د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین، دا شان د روزنېزو او د کسب زده کړو برنامو پلي کېدل د زندانیانو په اصلاح او روزنه کې خورا مهم یاد کړل او زیاته يې کړله چې د یاد زندان د ښوونیزو او روزنیزو برنامو څخه یې سلګونه تنه زندانیان د حرفوي زده کړو بېلابیلو برنامو کې روزلي دي او دا لړۍ دوام لري. 
په ورته وخت کې، د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولینو د زندانیانو په ښې روزنې کې د زندان د مسوولینو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې ښوونیزو او روزنیز برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د یادولو ده، چې په دغه شاپ کې به ۳۰ تنه زندانیان د کاشي کارۍ کسب په زده کولو کې بوخت شي. 
د یو بل خبر له مخې، د خوست ولایت په زندان کې د خیاطۍ شاپ پرانیستل شو.
د خوست د زندان د مسوولینو په هڅو د همکارو بنسټونو په همکارۍ د نوموړي زندان د زندانیانو د روزنې  په موخه د خیاطۍ شاپ پرانیستل شو.
 د دې ولایت د زندان مسوولینو، دا شان د رونېزو اود کسب زده کړو برنامو پلي کېدل د زندانیان په ښې روزنه کې خورا ګتور یاد کړل او د کورنیو او نړېوالو بنسټونو څخه د ورته نورو ښوونېزو او روزنېزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړله.
د یادولو ده، چې د خیاطۍ په دغه شاپ کې به ۳۰ تنه زندانیان د خیاطۍ کسب په زده کولو کې بوخت دي.  

جمادي الثاني ۶/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS