د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

news_admin
Tue, Nov 26 2024 1:09 PM
معرفی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د بشري سرچینو ریئس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي اسدالله په (۳) بست کې د یاد محبس د امر په توګه پرسونل ته معرفي شو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري سرچینو ریئس محترم مولوي ضیاءالرحمن سعید د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې د تغییر او تبدیل موخه د کارونو ښه والی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې له نوموړي مسوول څخه په چارو کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، محترم مولوي سعید له مخکیني امر څخه مننه وکړه او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نوي مسوول څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په پای کې محترم مولوي اسدالله چې رسماً يې خپل کار پیل کړ ژمنه وکړه او ویې ویل، د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به پر وخت او په پوره امانتولۍ ترسره کوي.

 

جمادي الاول ۲۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS