د ننګرهار ولایت د زندان لپاره نوي رئیس په دنده پیل وکړ

news_admin
Sun, Nov 24 2024 1:59 PM
معرفی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه محترم مولوي سهیل "سعید" چې تر دې مخکې د پکتیا ولایت د زندان رئیس  و، د ننګرهار  ولایت د زندان د نوي رئیس په توګه د دې زندان پرسونل ته معرفي او نوموړي هم رسماً خپله دنده پیل کړه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د دې ادارې د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او یو شمېر نورو مسوولینو هم ورسره مل و، په ادارو کې تغییر او تبدیل د نظام یو اصل یاد کړ او د محترم مولوي مقتدا "حفیظ الله" د تیرو کړنو د ستاینې تر څنګ یې له کارکوونکو څخه وغوښتل چې له نوي مسوول سره په کارونو کې پوره همغږي او همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت نوي رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" ژمنه وکړه چې دغه دروند مسوولیت به په پوره ریښتینوالۍ او امانتدارۍ سره سرته رسوي او  د خپلو ټولو مشرانو اطاعت به کوي.

په همدې حال کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د دغه زندان له پرسونل او زندانیانو سره هم له نږدي ولیدل د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او اړوندو مسوولینو ته یې د حل په موخه د لازمو لارښوونو تر څنګ د زندانیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او د لا ښو خدماتو پر وړاندې کولو یو ځل بیا ټینګار وکړ.

 

جمادي الاول ۲۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS