د زندانونو چارو د سمون ادارې د کابل او ۳۳ ولایتونو د زندانونو د ښوونې او بیا روزنې مدیرانو ته پنځه ورځینی ښوونيز سمینار پیل کړ
دغه سمینار د نوموړې ادارې د اړوندې برخې له خوا د مرکز او ۳۳ ولایتونو د ښوونې او بیا روزنې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو مدیرانو ته د زندانیانو د اصلاح او روزنې برنامو د ښه تنظیم په موخه جوړ شو.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" ، د ازموینو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ مولوي عبدالباقي " حقاني"، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو عمومي رئیس محترم مولوي غلام حیدر " شهامت"، د دې ادارې او د ځېنو امارتي ادارو یوشمېر رئیسانو او مسوولینو ګډون درلود، سمینار د پرانیستنې پرمهال ګډونوالو ته په خبرو کې د تعلم او تربیې په ارزښت خبرې وکړې او وویل؛ د زندانیانو د ښې روزنې ترڅنګ ښه سلوک د هغوی په اصلاح کې مهم رول لري نو لازمه ده چې له هغوی سره د یتیمانو او مسکینانو په څیر چلند وشي.
محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د زندانیانو په نیک سیرت باندې کار وکړئ څو په راتلونکې کې د متدینو وګړو په څیر ټولنې سره یو ځای شي.
داراز، د ازموینو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ مولوي عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کې وویل؛ موږ د عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) دې حکم ته ژمن یو چې زندانیانو لپاره زندانونه به د حبس ځای نه بلکې دیني مدرسې د عصري او د کسب زده کړو ځای وي.
په همدې حال کې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله صدیقي او یو شمېر نورو رئیسانو خبرې وکړلې او وویل؛ که هر څوک په هر جرم زندان ته او په هر تخلف د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته راغلي وي، دومره هڅه ورسره وشي چې له بند او حجز د خلاصون پر مهال پخوانی فکر او عقیده ونلري او بېرته له ښه فکر سره د صالح وګړي په توګه ټولنې سره یو ځای شي.
همداراز، د تخنیکي او مسلکي تعلمیاتو عمومي رئیس محترم مولوي غلام حیدر شهامت وویل؛ د زندانونو چارو سمون له ادارې سره د حرفوي زده کړو په برخه کې د ۱۶ ولایتونو له زندنونو سره همکاري لري او په راتلونکې کې پلان لري خپلې همکارۍ ته پراختیا ورکړي.
د غونډې په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري وویل؛ د کابل او ۳۳ ولایتونو په زندانونو کې د دیني، عصري او حرفوي زده کړو بهیر روان دی او نوموړی ډاډ ورکوي چې د زندانیانو په ښې روزنې کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
جمادي الاول ۲۱/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت