د (ICRC) له لوري د کابل ولایت د څرخي پله له مرکزي توقیفحونې سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

news_admin
Mon, Nov 18 2024 2:36 PM
برنامه های اقتصادی

د افغانستان لپاره د سره سلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) له لوري د کابل ولایت د څرخي پله له مرکزي توقیفخونې سره د ژمنیو او اړتیا وړ توکو د مرستې له جملې چې په کې د کمپلو، جورابو او پټوانو تر څنګ د ځان مینځلو، جامو مینځلو، او غاښونو مینځلو برس او کرېم شامل دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې توقيفخونې د مسوولینو له لوري په روڼه توګه په شاوخوا (۲۰۰۰) تنو توقیفیانو  ووېشل شول.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" چې د یادو مرستو همغږی کوونکی دی وویل: « دا چې د ژمې موسم په لاره دي کوښښ کوو، څو په بېلابېلو برخو کې له ملي او نړیوالو مرستندویو بنسټونو مرستې جذب او په روڼه توګه یې په زندانیانو وویشو.

دا راز، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جیګرخون"  د ای سي ار سي موسسې څخه د خوښۍ ترڅنګ یادې مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

جمادي الاول ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS