د بامیان د زندان پرسونل او زندانیانو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې

news_admin
Wed, Nov 13 2024 1:25 PM
ورزشی بامیان

د دغه ولایت د زندان د مسوولینو په خبره، د نوموړي زندان د ورزش مینه والو زندانیانو  او  پرسونل د لوبډولو  ترمنځ دوستانه سیالۍ  پیل شوې چې په لړ کې یې د طلحه او شاهین لوبډولو ترمنځ لومړۍ لوبه ترسره شوه چې پایله کې طلحه لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۵ پر ۲ ماتې ورکره .

دغه سیالۍ چې د دې ولایت د بدني روزنې  امریت سره  په همغږۍ پیل شوې اته لوبډلې به په خپل منځ کې سره سیالۍ ترسره  کړي.

باید یادونه وکړه چې دغو سیالیو موخه د پرسونل او زندانیانو ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول دي، چې له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

 

جمادي الاول ۱۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS