د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Nov 12 2024 10:50 AM
معاونیت نظامی

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یوه پلاوي، په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال په داسې حال کې، چې د دغه مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني" هم شتون درلود، په یاد مرکز کې له کارکوونکو سره وکتل او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابروشویو امکاناتو، مرستو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي مرکز له محجوزینو سره له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د یاد مرکز مسوولین جدي متوجه کړل.

همداراز، پلاوي د یاد مرکز له پخلنځي هم لیدنه وکړه او مربوطه مسوولین یې د خوړو د پاکوالي او نظافت په پام کې نیولو ته ځیر کړل.

همدارنګه، پلاوي د دې مرکز له امنیتي ټاورونو او د محجوزینو ماشومانو د لوبو له ځایه د لیدنې تر څنګ د برېښنا، نلدوانۍ، موبایل جوړونې، بوټ جوړونې او خیاطۍ له شاپونو هم لیدنه وکړه او د محجوزینو د زده کړو او د ښو لاسته روړنو د ستاینې تر خوا یې مسوولینو ته د یادو ماشومانو لپاره د ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

 

جمادي الاول ۱۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS