ولایتي خبرونه (میدان وردګ، کندز، بغلان) د میدان وردګ ولایت د زندان د محبوسینو لپاره د موبایل جوړونې درې میاشتینۍ کورس پرانېستل شو

news_admin
Tue, Nov 05 2024 2:36 PM
lagman

د یاد زندان مسوولنیو په وینا، د دې ولایت د تخینکي او مسلکي زده کړو امریت په همکارۍ د دې زندان ۳۰ تنو محبوسینو لپاره د موبایل جوړونې درې میاشتینۍ کورس جوړ شو.  

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې چې د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین، د ښوونې او بیا روزنې مسوولینو او  استادانو ګډون درلود، د نوموړي ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت څخه په مننې یاد کورس د محبوسینو په مسلکي روزنه کې اړین یاد کړ او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې دې طلایي فرصت څخه په ګتې اخیستنې سره په راتلونکي کې خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت کولو وړ وګرځي.

 

د یو بل خبر له مخې، د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کندز او بغلان ولایتونو د زندانونو د اداري شعبو څخه ارزونه وکړه.

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښته، د ادارې د څارنې او ارزونې ریاست یوه پلاوي د کندز او بغلان ولایتونو د زندانونو د اداري شعبو، د بشري سرچېنو، پلان او پالېسۍ، خدماتو او تخنیکي برخو څخه په جلا جلا توګه څارنه او ارزونه وکړه.

داراز، پلاوي د یادو زندانونو د مسوولینو او پرسونل چارو ارزولو ترڅنګ د هغوی کاري نېمګړتیاوې په ګوته او د حل په موخه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، د نوموړي ریاست د څارنې او ارزونې مسوولنیو له لورې د یادو زندانونو د پرسونل د پوهې لوړونې لپاره یو ورځنی سمینار ترسره او د چارو پر وخت ترسراوي او د لا ښه پرمخ وړلو په موخه یې ورته معلومات ورکړل شول.

 

جمادي الاول ۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS