د کابل ولایت د څرخي پله په مرکزي ښځینه محبس کې محبوسینو ته د حرفوي زده کړو (۶) میاشتینۍ دوره پای ته ورسېده

news_admin
Wed, Oct 30 2024 1:57 PM
توزیع البسه

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د کار او ټولنېزو چارو وزارت په همغږۍ او د یونیسف په مالي ملاتړ او د اشیانې موسسې له لوري د کابل ولایت د څرخي پله په مرکزي ښځینه محبس کې محبوسینو ته د حرفوي زده کړو ښوونېزه دوره چې د نن څخه (۶) میاشتې وړاندې پیل او (۴۰) تنو ښځینه محبوسینو په کې ګډون کړي وو، د یو لړ جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" دغو مراسمو فارغو شویو محبوسینو ته د خپلو خبرو  پرمهال په داسې حال کې چې، د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو او د یونیسف او اشیانې موسسې استازو ګډون درلود د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړه، په پام کې لري چې په دې محبس کې نورو حرفوي او ښوونیزو برنامو ته مناسبه زمینه برابره کړي څو یې پر مټ د سالمې بوختیا ترڅنګ وروسته له بنده خپلې کورنۍ ته حلاله روزي ترلاسه کړئ.

همدا راز، یاد مراسم فارغو شویو محبوسینو ته د تصدیق پاڼو په ورکړې سره پایته ورسېدل.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" په هڅو او د (ICRC) موسسې له لوري د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي توقیفخونې له کلینیک سره د صحي، قرطاسیې او د فتري توکو مرسته، د دې توقیفخونې د کلینیک مسوولینو ته وسپارل شول.

همدا راز، د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي توقیفخونې مسوولینو یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

 

ربیع الثاني ۲۷/ ۱۴۴۵

 د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS