ولایتي خبرونه (ننګرهار، سمنګان) د ننګرهار ولایت د زندان ښوونې او بیا رزونې امریت او د دې ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په ګډه همکارۍ د نوموړي ولایت د زندان (۳۰) تنو کاروکوونکو او د توقیفخونو امرینو ته درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو

news_admin
Tue, Oct 29 2024 1:11 PM
ولایتی

د یاد ورکشاپ ګډونوالو ته د دې ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې استادانو له لورې د مدیریت د اساساتو، مکتوب لیکنې، پلان جوړونې، او راپور لیکنې په اړه هراړخیز معلومات ورکړل شول.

داراز، ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد مقتدا "حفیظ الله" د یادې ادارې د مسوولینو څخه په مننې دغه ورکشاپ ګټور یاد کړ او زیاته کړه چې دا ډول ورکشاپونه نه یوازې د کارکوونکو د مهارتونو په لوړولو کې مرسته کوي بلکي اداري چارو په پرمختګ کې هم اغیزمن رول لري.

 

د یو بل خبر له مخې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د فعالیتونو او ارزونې پلاوي له لورې د سمنګان ولایت د زندان کار کوونکو ته د پلان جوړونې او د راپور وړاندې کولو په اړه یو ورځنۍ سمینار ورکړل شو

داراز، د سمنګان ولایت د زندان امر د یاد ریاست له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ د کارکوونکو د پوهې لوړنې په برخه کې دا ډول سمینارونه اړین یاد کړل او د ورته نورو برنامو جوړولو پر دوام یې تینګار وکړ.

 

ربیع الثاني ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS