د کابل ولایت د څرخي پله په مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

news_admin
Tue, Oct 22 2024 3:34 PM
football

دغه سیالۍ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې په لاره اچول شوي، نن (سې شنبې) په داسې حال کې چې د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د خدماتو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار" او یو شمېر نورو مسوولینو او مینوالو محبوسینو شتون درلود د یاد محبس د ټېمونو ترمنځ سیالۍ پیل شوه.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي ناصري په وینا، دغه سیالۍ چې یوه میاشت وخت به ونېسي موخه ترې زندانیان له نشه يي توکو څخه ژغورل، تفریح او هغوی ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول دي ، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

داراز، د نوموړو محبس محبوسینو د یادې ادارې له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ د داسې ورزشي برنامو ترسره کول، د هغوی پر جسمي او فکري روحیې لوړولو کې  اغیزمن یاد کړل او د ورته نورو ګټورو ورزشي برنامو د دوام غوښتنه یې وکړه.

 

ربیع الثاني ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS