د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د قندهار ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Wed, Oct 16 2024 2:57 PM
خبر مشاور

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ دغه پلاوي له نوموړي زندان څخه د دې لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې زندان او زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو، مرستو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره ګټورې لارښوونې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د یاد زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د زندان مسوولین متوجه کړل.

داراز، د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د قندهار ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د خدمتونو د چارو بهیر وارزاوه او په دې برخه کې یې د ښو لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ، مسوولینو ته د لا ښو خدمتونو او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

 

ربیع الثاني ۱۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS