د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د  بلخ ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Oct 14 2024 2:08 PM
بلخ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د فعالیتونو او ارزونې یو پلاوی بلخ ته په سفر ولاړ او هلته یې د یاد ولایت د زندان د تطبیقي او تفصلي پلانونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړه ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

په پای کې، د نوموړي پلاوي له لورې د یاد زندان کارکونکو ته د کاري وړتیا لوړونې په موخه سیمینار هم ترسره شو.

 

ربیع الثاني ۱۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS