د بادغیس ولایت د جوند او غورماچ ولسوالیو د توقیفخونو لپاره نوي آمرین په دندو وګومارل شول 

news_admin
Sat, Sep 28 2024 2:18 PM
بادغیس

 

د دې ولایت د زندان مسوولینو له لورې د جوند او غورماچ ولسوالیو  د توقیفخونو لپاره نوي آمرین په جلا جلا توګه پرسونل ته معرفي او رسماً یې په دې بستونو کې خپلې دندې پیل کړې.

داراز، په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې ویناوالو د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو د مخکینيو مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل او د یادو توقیفخونو له پرسونل څخه یې له اوسنيو مسوولینو سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.

همداراز، یادو نویو ګومارل شویو مسوولینو د ادارې له خوا دوی ته د دې مسوولیتونو د سپارلو له کبله مننه وکړه او ویې ویل چې دا مسوولیت یو امانت دی او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ به ورسپارل شوې چارې پروخت ترسره کوي.

 

ربیع الاول ۲۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS