ولایتي لنډ خبرونه: (بغلان، زابل، بامیان)

news_admin
Sun, Sep 15 2024 2:47 PM
ولایتی

د بغلان د امر باالمعروف و نهی عن المنکر ریاست یوه پلاوي د دې ولایت د زندان مسوولینو او پرسونل سره ولیدل او  د ديني مسایلو د ښه عملي کولو په اړه د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه(حفظه الله) د فرمان له مخې یې ورته لازمې لارښوونې ورکړې، چې د هغو له خوا ورته د یادو لارښوونو په ښه توګه د عملي کولو ژمنه وشوه.

بغلان:

د یوبل خبر له مخې، د بغلان د زندان مسوولینو تېره ورځ د نوموړي ولایت د مرکزی بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ توصیې وکړې.

زابل:

د زابل ولایت د زندان په انګړ کې دننه د دې زندان د موټرو لپاره د یوه تمځای، د سړکونو د کانګریټ او تشنابونو جوړولو چارې پیل شوې.

د نوموړي زندان د مسوولینو په خبره، د یادو رغنیزو چارو مالي لګښت د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا ورکول کېږي او په بشپړېدو سره به یې په یادو برخو کې شته ستونزې حل شي.

بامیان:

بل خوا، د بامیان ولایت د زندان د ځینو برخو د بیا رغونې او  رنګمالۍ چارې هم پيل شوې.

د دغه ولایت د زندان د مسوولین وايي، د یادو چارو موخه د  زندانیانو د ژوندانه لپاره د مناسب او پاک چاپېریال رامنځته کول دي.

ربیع الاول ۱۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS