د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د بادغیس، هرات او فراه ولایتونو د زندانونو تعمیراتي چارې ارزولې دي

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په مشرۍ پلاوي د خپل رسمي سفر پرمهال د بادغیس، هرات او فراه ولایتونو د زندانونو تعمیراتي چارو د ارزونې ترڅنګ د نوموړو زندانونو له مسوولینو سره لیدلي او پر مالي، صنعتي، تخنیکي او نورو اړوندو مواردو یې ورسره بحث کړی دی.
همدا شان، د تعمیراتو د رئیس په مشرۍ پلاوي د یادو زندانونو په تعمیراتي برخو کې د بریښنا او اوبو رسولو سیستمونه، انګرونه او د زندانیانو خونې، دهلیزونه، اشپزخونې او نورې برخې ارزولي او د ځېنو برخو بیا روغونې په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښونې کړې دي.
په ورته وخت کې یاد پلاوي د نوموړو زندانونو له زندانیانو سره له نږدې ولیدل د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونه وکړې چې د زندانیانو د ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي او د هغوی په ساتنه او پالنه کې د هېڅ راز همکاریو څخه دریغ ونه کړي.
ربیع الاول ۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت