د (ای سي ار سي) له لوري د کابل ولایت د څرخي پله له ۵۰ بستریز روغتون او مرکزي توقیفخونې سره د یوه اندازه روغتیایي، تعمیراتي او برېښنایي توکو مرسته وشوه

news_admin
Tue, Sep 03 2024 2:49 PM
bb

د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) له لوري په یادو یوه اندازه روغتیايي، تعمیراتي او برېښنایي مرسته شویو توکو کې د درملو ترڅنګ ګروپونه، د اوبو ایستلو پمپ، هوا کش، ولډرونه، لاین او برمه شامل دي چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې روغتون او توقیفخونې مسوولینو ته وسپارل شول.

د یاد روغتون او توقیفخونې مسوولینو د یادو بنسټونو څخه د خوښۍ ترڅنګ دغه مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

صفر المظفر ۳۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS