د کابل ولایت د مرکزي محبس د محبوسینو لپاره د پخلنځي د بیا رغونې چارې پای ته و رسېدې

news_admin
Tue, Sep 03 2024 2:31 PM
web

د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې ودانیو ته د پاملرنې په ترڅ کې دا ځل د کابل ولایت د مرکزي محبس د محبوسینو لپاره د پخلنځي د بیا رغونې چارې په عصري او مجهزه توګه بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغې ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد"وايي، د کابل ولایت په مرکزي محبس کې یې د محبوسینو لپاره د پخلنځي رغنیزې چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي ملاتړ او د اړوندو باتجربه کاري ډلې له لوري په ډېره کمه موده کې په اساسي ډول بشپړې کړي چې له امله به یې د دې محبس د محبوسینو لپاره د لازمو او د پام وړ اسانتیاوې رامنځ ته شي.

 

د یو بل خبر له مخې، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې د تو قیفیانو لپاره د لمریزې برېښنا یو منظم سیستم جوړ شو

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په هڅو او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې، دا ځل  د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې کې د برېښنا د ستونزې د حل په موخه د لمریزې برېښنا یو منظم سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړې توقیفخونې مسوولینو د یاد سیستم فعالېدل د برېښنا د ستونزې د حل لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې له دې سره به هم د پرسونل او هم د توقیفیانو لپاره غوره خدمات رامنځ ته شي.

 

صفر المظفر ۳۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS