د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د سره صلیب کمېټې له مرستیال او سرپرست رئیس سره و کتل

news_admin
Tue, Sep 03 2024 12:27 PM
madan

د دغې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په خپل کاري دفتر کې چې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" او د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" هم ورسره وو، د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) له مرستیال او سرپرست رئیس ښاغلي مارټن ډي بویر ، د زندانونو د فعالیتونو او همکاریو مشرې ښاغلې مارینا او د مشرتابه سلاکار ښاغلي عزت ګل سره په کتنه کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

په دې کتنه کې دواړو لوریو پر خپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو له بل سره همکاریو او د زندانیانو لپاره د خدمتونو او مرستو ترڅنګ په راتلونکو پلانونو باندې خبرې اترې وکړې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د یادې کتنې په ترڅ کې د (ای سي ار سي) په ګډه همکارۍ د خوښۍ ترڅنګ د نوموړو له مخکینیو مرستو مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده، چې په هېواد کې نورې ملي او نړیوالې مرستندویه موسسې دې هم له دغې ادارې سره د مرستو په موخه د کړو ژمنو عملي کولو بهیر چټک کړي.

په ورته وخت کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې سرپرست هم د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او له دغې ادارې څخه د نوموړې کمېټې له خوا زندانیانو او زندانونو ته په شفافه توګه د مرستو رسولو او ویشلو لپاره د همغږۍ او زمینې برابرولو په موخه خوښي څرګنده کړه.

 

صفر المظفر ۳۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS