د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د دې ادارې د وسایطو د ترمیم له تخنیکي ورکشاپ څخه ليدنه وکړه  

news_admin
Mon, Sep 02 2024 1:12 PM
دیدار رییس صاحب عمومی

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د یادې ادارې د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج پاسوال اسدالله "مولانا"، دڅارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي عبدالشکور "طیب" او شمېر نورو مسوولینو په ملتیا د دې لیدنې پرمهال، په نوموړي ورکشاپ کې د وسایطو د ترمیم د څرنګوالي په اړه له اړوندو مسوولینو او تخنیکي او فني کارکوونکو سره خبرې وکړې، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

دا راز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" زیاته کړه چې د دې ورکشاپ کارکوونکي باید د ادارې د وسایطو د ترمیم لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، څو په ټرانسپورټي برخه کې خنډ رامنځته نه شي او چارو ته پر وخت رسېدنه وشي او له لږو امکاناتو څخه ډېره ګټه پورته شي، چې نوموړو کارکوونکو د ادارې عمومي رئیس ته پر یادو لارښوونو د عمل کولو ژمنه وکړه.

 

صفر المظفر ۲۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS