ولایتي خبرونه ( میدان وردګ، هرات )

news_admin
Tue, Aug 20 2024 3:10 PM
ولایتی

د میدان وردګ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ د یونیسف موسسې له لورې د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د یو اندازه فرش مرسته وشوه

 

د دې ولایت زندان د امر محترم مولوي صلاح الدین په وینا، محجوزینو  ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د نوموړي ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د ودانۍ خونې او دهلیزونه په منظم ډول فرش شول.

داراز، نوموړو مسوولینو د یونیسف موسسې څخه مننه وکړه او د ورته نورو مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

 

د یو بل خبر له مخې، د سره صلیب له لورې د  هرات ولایت د زندان د ودانۍ د انګړ ځېنې برخې په زینتي  ډبرو فرش شوې

 

د دې زندان د مسوولینو په وینا، د زندانونو چارو د سمون ادارې په همکارۍ  او  د  سره صلیب له لورې یادې چارې په ښه او معاري ډول ورغول شوې او له امله یې زندانیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې.

داراز، نوموړي مسوولین زیاتوي چې له دې کار یې موخه د زندانیانو لپاره د ښه چاپېریال برابرول، او د دوی د روحي سلامتیا په پام کې نيول دي.

 

 

صفر المظفر ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS