د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ناسته کې د مرکز او ولایتونو پر یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

news_admin
Sat, Aug 17 2024 2:20 PM
کمیسیون

ياده ناسته چې نن(شنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې سر پرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او یو شمېر غړو رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه ، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو د اړتیا وړ مهمو تخنیکي موضوعګانو په هکله خبرې اترې او مسوولینو ته د شرعي قوانینو په رڼا کې لازمې لارښونې وشوې.

د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

 

صفر المظفر ۱۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS