د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز کې یو شمېر رغنيزې چارې بشپړې شوې

news_admin
Wed, Aug 07 2024 10:23 AM
مرکز اصلاح

د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې ودانیو ته د پاملرنې په ترڅ کې دا ځل، د یاد مرکز د محجوزینو د اوسېدو د خونو او د کمپیوټرلب ټولګي د رنګمالۍ ترڅنګ، د هغه دېوال د جوړېدو چارې هم پایته ورسېدې چې د کابل ښاروالۍ په همغږۍ د ښاري ماسټرپلان له مخې دې مرکز ته څېرمه د سړک جوړولو او پراخولو لپاره نړول شوی و.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد"وايي، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز یادو رغنیزو چارو کې دوه امنیتي ټاورونه او د یوشمېر نورو برخو رغونې هم شاملې دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي ملاتړ او د اړوندو باتجربه کاري ډلې له لوري په ډېره کمه موده کې په اساسي ډول بشپړې شوې، چې له امله به یې د دې مرکز د ماشومانو محجوزینو لپاره د لازمو او د پام وړ اسانتیاوو ترڅنګ، د امنیت په لا ټینګښت کې مثبته ونډه ولري.

 

صفر المظفر ۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS