د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د کابل ولایت د نشه يي توکو سره د مبارزې له توقیفخونې لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Jul 28 2024 4:05 PM
molna

د دغې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او ورسره مل پلاوي یې د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او د توقیفیانو په اړوند مسایلو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.

داراز، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه چې توقیفیانو له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ.

همدا راز، پلاوي د نوموړې توقیفخونې مسوولينو ته د توقیفیانو لپاره  د اسانتياوو پر زیاتولو او ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

په پای کې د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د دې توقیخونې د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

 

محرم الحرام ۲۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS