د میدان وردګ ولایت په زندان کې د پرسونل او زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پای ته ورسېده

news_admin
Mon, Jul 22 2024 4:37 PM
midan

د میدان وردګ ولایت د زندان مسوولینو په وینا د دې ولایت په زندان کې د پرسونل او زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ چې د یاد زندان د ښوونې او بیا روزنې مدیریت له لورې په لاره اچول شوې وې د یولړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د دې ولایت د والي مرستیال، د پوهنې او د مرافعه محکمې رئیسانو او شمېر نورو مسوولینو برخه لرله، د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزونکو برنامو په ارزښت یې خبرې وکړې.

د دې زندان امر محترم مولوي صلاح الدین  وویل دا د هر مسلمان ځوان دنده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.

داراز، نوموړو ویناوالو د دې زندان رهبرۍ څخه مننه وکړه چې پرسونل او زندانیانو ته دغه ډول روزنکي برنامې په لاره اچوي او په راتلوونکې کې یې د دغه شان برنامو پر دوام ټینګار وکړ.

په پای کې د یاد زندان د مسوولینو له لورې د دغې سیالۍ غوره زده کوونکو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

 

محرم الحرام ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS