لنډ ولایتي خبرونه: (میدان وردګ، غور، فاریاب) میدان وردګ

news_admin
Wed, Jul 17 2024 4:22 PM
ولایتی

د میدان وردګ ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) د بشري حقونو د برخې له یوه پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او پر نورو اړوندو موضوعګانو یې خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی لپاره یې د رامنځته شویو ښو خدماتو او اسانتیاوو په موخه له مسوولینو د مننې ترڅنګ، له خپله اړخه ورسره د نورو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.   

غور
د غور د زندان مسوولینو د دغه ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر له رئیس او مل پلاوي سره ولیدل او پر یو لړ مربوطه موضوعګانو یې خبرې اترې وکړې.
داراز، یاد پلاوي د دغه زندان له پرسونل سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل، چې خپلې چارې لا نورې هم د شریعت په رڼا کې ترسره او زندانیانو سره له ښو اخلاقو څخه کار واخلي، څو یې په خبره نوموړي په ښه روحیه بیا وروزل شي.

فاریاب
د یو بل خبر له مخې، د فاریاب ولایت د مرافعې محکمې رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د زندان له مسوولینو سره کتلي او پر اړوندو مهمو موضوعګانو یې خبرې اترې کړې دي.  
په ورته وخت کې، پلاوي د دې زندان د نارینه او ښځینه محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو د وضعیت پوښتنه وکړه، او ورته یې د هغوی د نسبتي دوسیو د ژر او پروخت څېړلو ډاډ ورکړ.

محرم الحرام ۱۱/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS