د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
Wed, Jul 17 2024 3:43 PM
ارکان

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني" سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې پلاوي یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره ګټورې لارښوونې وکړې.
داراز، د دې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د یاد مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د دې مرکز مسوولینو سره سلامشورې وکړې.
په ورته مهال، د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره له پخلنځي څخه په لیدنه کې د غذايي توکو د کیفیت او د پخولو د څرنګوالي په اړه له اړوندو مسوولینو او پخوونکو سره خبرې وکړې او نوموړو ته یې د خوړو د پاکۍ او نظافت پر پام کې نیولو باندې ټینګار وکړ.
همداشان، نوموړي پلاوي د یاد مرکز له روغتیايي برخې څخه هم لیدنه وکړه، د مربوطه مسوولینو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې یې وستایلې او ورڅخه یې د دې مرکز د ناروغانو د لاښې درملنې په موخه د ځانګړې پاملرنې هیله وکړه.

محرم الحرام ۱۱/ ۱۴۴۶ 
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS