ولایتي خبرونه(بادغیس، فاریاب) د بادغیس ولایت د زندان امر په مشرۍ  یوه  پلاوي د دې ولایت د جوند ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړه

news_admin
Mon, Jul 15 2024 3:40 PM
ولایتی

 

د دې ولایت د زندان امر او مل پلاوي د نوموړي ولایت د جوند ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

په ورته وخت کې، پلاوي د یادې توقیفخونې مسوولینو سره په خبرو کې، د توقیفیانو د محکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو خدماتو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښونې وکړې.

 

د یو بل خبر له مخې، د فاریاب ولایت په زندان کې د یوې ژورې څاه په کېندلو سره د دې ولایت د زندان د اوبو ستونزه هواره شوه.

د نوموړي ولایت د زندان د مسوولینو په وینا، یاده څاه چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت کېندل شوې له دې سره د زندانیانو د اوبو ستونزه هواره شوې ده.

 

محرم الحرام ۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS