ولايتي خبرونه (بغلان، غور) د بغلان ولایت په زندان کې له درې میاشتني روزنیز او مسلکي کورس څخه (۳۰) تنه نظامي پرسونل فارغ شو

news_admin
Sat, Jul 13 2024 3:19 PM
ولایتی

د نوموړي زندان مسوولینو په داسې حال چې د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ استازي هم ګډون درلود، په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال وویل، په دغه کورس کې د دې زندان نظامي او امنیتي پرسونل ته د بندیانو د ساتلو، محکمو ته د هغوی د لېږدولو، د بندیانو د بلوا او شورش د کابو کولو، د زندانیانو د انساني او شرعي حقونو رعایتولو او د نظامي نظم او ډېسپلین په پام کې نیولو اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې ورکړل شوې.

په ورته وخت کې، نوموړو مسوولینو په خپلو خبرو کې له فارغ شویو کسانو څخه وغوښتل چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه په خپلو چارو کې مثبت ګټه پورته کړي.

داراز، د یاد کورس ښوونکو او روزونکو د خوښۍ په څرګندولو سره دغه کورس د بغلان ولایت د زندان د امنیتي او نظامي پرسونل د وړتیا لوړلو لپاره یو مثبت ګام وباله او له هغوی یې مننه وکړه چې په ډېرې لېوالتیا سره یې په دې کورس کې ګډون وکړ.

همدغه راز، د دغو مراسمو په پای کې یادو فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

 

د بل خبر له مخې، د غور ولایت د مرافعې محکمې رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندان له مسوولینو سره د زندانیانو محکماتي چارو او د دوسیو په اړه خبرې وکړې.

داراز پلاوي د غور ولایت د زندان د بندیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی محکماتي چارو او دوسیو په اړه ستونزې او غوښتنې ترې واورېدې او د ژر څېړلو  په موخه یې د دغه زندان مسوولینو سره لازمې مشورې وکړې.

 

 

محرم الحرام ۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS