ولایتي خبرونه (کندهار- بغلان) د کندهار ولایت په زندان کې د درې تنو زندانیانو د تېښتې مخه ونیول شوه

news_admin
Wed, Jun 26 2024 4:31 PM
walti

د دغه ولایت د زندان د مسوولینو په وینا، د نوموړي زندان درې تنو زندانیانو غوښتل چې په ډير مهارت او جوړشوي پلان له مخې له یاد زندان څخه پښې سپکې کړي، د دې زندان د زړورو ساتونکو له لورې یې مخه ډب او  اړوندو برخو ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شول.

دغه راز، د یادو مسوولینو په وینا ، د کندهار ولایت د زندان یو تن ساتونکي چې د دې تېښتې مخه یې نیولې وه د نغدي جایزې او نورې همکاریو ترڅنګ نوروساتونکو ته هم پر زندانیانو د ښې پاملرنې او خوندي امنیت رامنځ ته کولو په موخه لارښوونې وشوې.

همداشان، د دې ولایت د زندان دوه تنه  پایوازانو چې غوښتل یې یو اندازه نشه یي توکي (چرس) او یو میل قلم ډوله (تمانچه)  ياد زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د بیدارو امنیتي او کشفي اورګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال کشف، ضبط او له لېږدونکو سره یو ځای یې د یوې دوسې په ترڅ کې رسماً اړوندو برخو ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شول.

 

د یوبل خبر له مخې، د بغلان ولایت د عدلي او قضایي اورګانونو یوه پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د زندان له مسوولینو سره د لیدنې ترڅنګ له زندانیانو سره هم له ليدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي، چې زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړه او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړه.

په ورته وخت کې، نوموړي پلاوي زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې دوی به  یې د جرمي دوسیو په برخه کې خپلو چارو ته لانوره هم چټکتیا ورکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۱۹/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS