د هرات ولایت د زندان لپاره نوی رئیس وټاکل شو

news_admin
Sat, Jun 15 2024 12:24 PM
معرفی هرات

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې محترم الحاج ملا شراف الدین "مخلص" د یاد زندان د نوي رئیس په توګه د زندان پرسونل او مسوولینو ته معرفي کړ.
محترم مولانا په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په اداره کې ادلون او بدلون د ښې حکومتوالۍ یو اصل دی او زیاته کړه« زه هیله مند یم چې محترم "مخلص" به تر خپل لاس لاندې کارکوونکو سره د ښه چلند ترڅنګ د زندانیانو د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه نه‌ستړې کېدونکې هلې‌ځلې کوي».
په ورته وخت کې، محترم الحاج ملا شراف الدین مخلص په خپلو خبرو کې وویل: «موخه مو خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د مشرانو اطاعت کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوو».  

ذوالحجة الحرام ۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS