د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس: د مرکزي توقیفخونې تورنو ته به د ښوونیزې او روزنیزې برخې کیفیت لانور هم ښه شي
محترم قاري محمدګل "جګرخون" نن(دوشنبې) د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي توقیفخونې له ملکي او نظامي مسوولینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد مطلب په څرګندولو سره د چارو ښه پرمخ وړلو او د نورو مربوطه مهمو مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.
داراز، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس د یادې توقیفخوني له ملکي او نظامي مسوولینو سره په دې خبرو اترو کې وویل: « هیله ده ستاسو تر لاس لاندې پرسونل لومړی الهي(ج) او بیا د هغه د رسول(ص) د اوامرو په پام کې نیولو سره خپلې چارې او خدمتونه عیار کړي».
په ورته وخت کې، محترم قاري محمد ګل جګرخون له دغو مسوولینو څخه وغوښتل، چې د توقیفیانو د دیني زده کړو په برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې او کیفیت یې لا نور هم ښه کړي.
همداشان، نوموړي یادو ګډونوالو مسوولینو سره په خبرو کې زیاته کړه: « د توقیفخونې د نظم په ساتلو کې کوټلي ګامونه پورته کړئ، د مشرانو اطاعت وکړئ، درسپارل شوي مسوولیتونه په پوره رېښتینوالۍ، د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې سرته ورسوئ او د ترسره کړو چارو، کاري کړنو او اجرااتو اوونیز راپور له ما سره شریک کړئ».
په ورته مهال، په دې غونډه کې د ځینو نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو په هکله هم بحث وشو او په تړاو یې د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو سره سمې سپارښتنې وشوې.
ذوالقعدة الحرام ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
