د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې له توقیفخونې لپاره نوی امر وټاکل شو

news_admin
Thu, May 16 2024 11:03 AM
قصبه

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" چې د کابل ولایت د توقیفخونې رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون" او شمېر نور مسولین هم ورسره وو محترم حافظ ریئس "سهاک" د یادې توقیفخونې د نوي امر په توګه پرسونل او مسوولینو ته معرفي کړ.

محترم مولانا په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په اداره کې ادلون او بدلون د ښې حکومتوالۍ یو اصل دی او زیاته یې کړه« زه هیله مند یم چې محترم قاري "ذاکري" به خپل لاس لاندې کارکوونکو سره د ښه چلند ترڅنګ توقیفیانو ته د لا اسانتیاوو په برابرولو  کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي».

داراز، محترم مولانا د نوموړې توقیفخونې د مخکیني  امر کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد توقیفخونې پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د دې توقیفخونې نوي امر محترم حافظ "سهاک" د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ پر مخ وړي.

 

ذوالقعدة الحرم ۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS